د افغانستان سرپرست حکومت د نشه يي توکو پر کرکيلې او استعمال بندیز ولګاوه
CMG2022/04/04 11:21:58
شريکول:

د افغانستان د سرپرست حکومت وياند ذبیح الله مجاهد د اپريل په ۳ مه نېټه په يوه خبري ناسته کې د خپل مشر تازه فرمان ولوست، چې له مخې يې په دغه هيواد کې د کوکنارو پر کرکيلې او استعمال بندیز لګول شوی دی.

مجاهد وويل، چې د خپل مشر د فرمان له مخې، په ټول هېواد کې د نشه يي توکو پر کرکيلې بندیز لګيدلی او پر خلکو يې غږ وکړ، چې د نشه يي توکو له استعمال، پېر، پلور او انتقال    نه جدي ډډه وکړي.

مجاهد وويل، که چا له ياد فرمان څخه سرغړونه وکړي، نو له شرعي او قانوني چلند سره به مخ شي