د پاکستان د سترې محکمې درېیو قاضيانو د اپرېل په درېيمه نېټه د مخالفو ګوندونو لخوا د ولسي جرګې پر مرستيال دعوا منلې او څرګنده کړې يې ده، چې د ولسي جرګې د منحل کېدو په هکله به د صدراعظم عمران خان او ولسمشر عارف علوي ټول حکمونه او کړنې وڅيړي او محکمه به یې په اړه پرېکړه وکړي.
د پاکستان د ولسي جرګې مرستيال قاسم سوري د صدراعظم عمران خان پر وړاندې د مخالفو ګوندونو د بې باورۍ رایې ورکولو مسوده رد کړې او له اساسي قانون سره يې په ټکر کې بللې ده.
د مخالفو ګوندونو ګډې ټولنې د پاکستان له سترې محکمې څخه د پرېکړې غوښتنه کړې، چې د ولسي جرګې د مرستيال حکم وڅيړي، چې ايا اساسي قانون ورته حق ورکړی او که نه؟
د پاکستان د سترې محکمې لوړپوړي غړي د اپوزیسيون دعوا منلې او ويلي يې دي، چې دوی به یې په اړه ډېر ژر پرېکړه وکړي.