د امريکې د عامې روغتيا کارپوهانو او د بېلابېلو ټولنو د ناروغۍ کنټرول ډلو د اپرېل په درېيمه نېټه د بريتانيا په ګارډېن ويبسايټ کې يوه ليکنه خپره کړې ده.
دوی په دغې لیکنې کې په اشارې ویلي، چې د امريکا بېلا بېلې ټولنې او خلک د کرونا وبا پر وړاندې د حکومت له تدبيرونو ناراضا او غوسه دي او پر دوو لویو ګوندونو يې هم نيوکه کړې، چې کرونا وبا یې د سياسي ګټو د تر لاسه کولو په موخه کارولې او د خلکو روغتيا ته یې لومړيتوب نه دی ورکړی.
دوی دې ته هم اشاره کړې، چې د کرونا اوميکرون بدله شوې بڼه بي ای دويم اوس په امريکا کې په چټکۍ خپريږي، خو د امريکا د حکومت کارپوهان اټکل کوي، چې په دغه هېواد کې به پر دغې وبا د اخته کسانو شمېر دومره زيات نه شي، ځکه د امريکا د ناروغيو کنټرول مرکز نوی معيار استفاده کوي، نو اغيزمن تدبيرونه يې له لاسه ورکړل.
دوی د امريکا حکومت څخه غوښتنه کړې، چې د ناروغيو د کنټرول يو نوی مرکز جوړ کړي او د لویو تصديو د ګټو پر ځای دې د خلکو روغتيا ته لومړيتوب ورکړي.