امريکا غلا وکړي او بیا د غل نيولو چيغې وهي!
CMG2022/04/04 12:44:23
شريکول:

د امريکا او د لويديځو هېوادونو سیاستوالو او خبري رسنيو په دې وروستيو کې په ګډه جعلي خبرونه خپاره کړي او بیا بیا یې دروغ ويلي دي.

 د بريتانيا ټايمز ورځپاڼې د اپريل په لومړۍ نيټه د امريکا د استخباراتي سرچينو په قول ويلي، چې چين پر اوکراين د روسيې له پوځي عملياتو نه مخکې د دغه هيواد پر پوځي او ذروي تأسيساتو انټرنيتي بريدونه کړي دي.  د لویديځو هيوادونو خبري رسنيو دا هم ويلي، چې د دغو تورونو سرچېنه يې د اوکراين د ملي امنيت ادارې څخه اخيستې ده. خو د اوکراين ملي امنيت ادارې پر ټولنيزو رسنيو ياد خبر رد کړی او ويلي يې دي،  چې يادو خبري رسنيو ته يې داسې هيڅ مالومات نه دي ورکړي او نه يې هم د انټرنيټي بريدونو په اړه پلټنه کړې ده او د ټايمز ورځپاڼې ياد خبر او په مقاله کې خپره شوې نتيجه له دغې ادارې سره هېڅ تړاو نه لري.

د اوکراين د ملي امنیت ادارې دغه څرګندونې د امریکا پر سياستوالو او د لويديځو هېواونو پر خبري رسنيو سخت ګوزار کړی دی.

د مايکروسافټ پخواني لوړ پوړي استخباراتي شنونکي کوين باومونټ پر ټولنيزو رسنيو ويلي، چې دا يوه له دروغو ډکه کېسه ده. دا حقيقت دی، چې امريکا د هيکرانو سلطنت کوي او چين یې د انټرنيټي بريدونو عمده قرباني دی.

د چين د بېړني انټرنټ دولتي مرکز د پلټنې له مخې، د روان کال د فبرورۍ له وروستۍ لسيزې راهيسې د چين په بهر کې ځينو سازمانونو د انټرنيټې بريدونو له لارې د چين په دننه کې کمپيوټرونه کنټرول کړي او په دې توګه يې پر روسيې، اوکراين او بیلاروس انټرنيټې بريدونه کړي دي.

 د تحليلولو له مخې، دغه بريدونه د امريکا د ځينو سازمانونو له خوا تر سره شوي دي، خو د امريکا پخواني حکومتي چارواکو څه موده مخکې پر نورو هېوادونو غږ وکړ، چې پر روسيې انټرنيټې بريدونه وکړي. د چين دوو انټرنيټي امنيتي تصديو په وروستيو کې مالومات ترلاسه کړي، چې د چيني اتباعو د انټرنيټي حسابونو کوډونه، دفتري سندونه، شخصي اسنادونه، برېښناليکونه او د کيو کيو په نوم ټولنيز سافټ د امريکا د ملي امنیت ادارې د انټرنيټې بريدونو موخې ګرځيدلې دي.

حقيقت څرګند دی، چې پر اوکراين د چين د انټرنيټي بريدونو په هکله د لويديځو هېوادونو د خبري رسنيو راپورتاژ او خبرونه يوازې د امريکا په شمول د لويديځو هېوادونو هغه نوې لاره چاره ده، چې غواړي له دې لارې د اوکراين د کړکيچ په پلمه پر چين تورونه ولګوي او خبري رسنيو يې هم ګونګوسې خپرې کړې دي.

د پاملرنې وړ خبره دا ده، چې ځينو امريکايي سياستوالو او خبري رسنيو د اوکراين کړکيچ څخه مخکې او هم وروسته په وار سره پر چين تورونه لګولي دي.

دوی وايي، چې چين له ټاکلي وخت څخه مخکې، د روسيې د پوځي عملياتو په باب معلومات درلودل او ښايي له روسيې سره يې پوځي او اقتصادي مرستې هم کړې وي. پر چين د امريکايي سياستوالو د تورونو د لګولو توان ډېر”پياوړی“ دی.

 ځيني امريکايي سياستوال غواړي چې چين بدنام کړي، د چین او روسيې ترمنځ اړيکو ته زيانونه ورسوي او ځاني کورني تضادونه نورو هېوادونو ته انتقال کړي او له نړيوالې خړپړتيا څخه لازياتې سياسي ګټې واخلي.

چين د اوکراين کړکيچ او جګړې ښکيله خوا نه ده او تل يې دا هيله ښودلې او هڅې يې کړي، چې د اوکراين بحران د خبرو اترو له لارې حل شي او له دې هېواد سره بشري مرستې وکړي.

څوک د روسيې او اوکراين ترمنځ د جګړې دوام غواړي او سياسي ګټې ترې اخلي؟

نړيواله ټولنه د دغې پوښتنې پر ځواب ښه پوهيږي.

امريکا د اوکراين کړکيچ جوړونکې ده او غواړي چې د يادې جګړې له لارې روسیې ته ضربه ورکړي او د ستراتيژيکې خپلواکۍ د لټولو لپاره د اروپا هڅو ته هم زيانونه ورسوي او پوځي تصدۍ يې ترې ډېرې ګټې واخلي.

د امريکا د پارلمان پخواني غړي تولسي ګابارډ په دې اړه ويلي، چې که امريکا تضمين کړی وای او په ناټو کې د شاملېدو لپاره يې د اوکراين غوښتنه رد کړې وای، نو ښايي دا جګړه به نه وه رامنځته شوې، خو د امريکا حکومت دا کار ونه کړ.

امريکا له تېرو څو کلونو راهيسې د غل چل لوبوي، خپله غلا کوي او بیا د غل نيولو چيغې وهي. امريکا له يوې خوا د ډيموکراسۍ او د بشري حقونو په پلمه پر نورو هېوادونو تورونه لګوي او له بلې خوا د کرونا وبا پر وړاندې مبارزې کې يې خپله ناکامي له پامه غورځولې ده.

که امريکايي سياستوال بيا بيا د غل چل لوبوي او دروغ وايي، نو خپل اعتبار به له لاسه ور کړي.