د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې پر روسیې به لا زيات بندیزونه ولګوي
CMG2022/04/04 10:57:36
شريکول:

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند نيډ پريس د اپرېل په ۳مه نېټه خبري رسنيو ته په اشارې ويلي، چې امريکا به ډېر ژر پر روسیې لا زيات بندیزونه ولګوي.

نوموړي ويلي، چې امريکا به پر کريملين ماڼۍ، د روسیې پر ولسمشر ولاديمير پوتين او د ده په شاو خوا ملګرو دوامدار فشارونه واچوي او نړۍ به ډېر ژر د دې شاهده وي، چې امريکا به پر روسیې لا نور فشارونه راوړي او بنديزونه به پرې ولګوي.