وانګ يي د فيليپين د بهرنيو چارو له وزير سره خبرې اترې وکړې
CMG2022/04/04 11:23:15
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اپريل په ۳مه نېټه د دغه هېواد د ان هوی ولايت په تون شي کې د فيليپين د بهرنيو چارو له وزير تيودرو لوچن سره خبرې اترې وکړې.

وانګ يي وويل، چې چين تل له فيليپين سره اړيکو ته د سيمه ييزو اړيکو په برخه کې غوره او مخکښ مقام ورکړی او ورسره همکاريزې او دوستانه تګلارې ته يې دوام ورکړی دی.

نوموړي وويل، چې چين به له فيليپين سره د بنسټيزو تاسيساتو پروژې پياوړې کړي او د کرونا ضد واکسين مرستې به ورسره وکړي.

تيودرو لوچن وويل، چي د فيليپين او چين تر منځ اړيکې په سالم ډول روانې دي او خپلمنځي همکارۍ يې تاريخي لاسته راوړنې لري او دواړو هېوادونو ته يې ګټې رسولې دي