د روان کال په لومړۍ ربع کې د چين په لويديځ کې د ګاډو او بيړيو په وسيله د ليږدول شويو مالونو اندازه ډېره زياته شوې ده
CMG2022/04/04 12:42:40
شريکول:

د چين په لويديځ کې د ۲۰۲۲م کال له جنورۍ څخه تر مارچ پورې د ګاډو او بېړيو په وسيله د ليږدول شويو مالونو اندازه ۱۷۰ زرو کانتينرونو ته رسيدلې، چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۵۶ اعشاريه ۵ زياتوالی ښيي.

د سيمې د هر اړخيزو اقتصادي همکاريو د اړيکو تړون يا رسېپ (RCEP) له نافذېدو سره د چين په لويديځ کې نوې ځمکنۍ او سمندري لارې جوړې شوي، چې له دې کبله يې د هندي بورې او د منځني ختيځ د واردونکو موټرو په شمول د ځينو ځانګړو مالونو د ليږدولو اندازه زیاته او د مالونو د ليږد راليږد څو ډوله خدمتونه هم برابر شوي دي.