د شينجيانګ په اورموچي کې لومړۍ روژه
CMG2022/04/04 11:14:07
شريکول:

د چين د شينجيانګ د اويغور کورواکۍ سيمې په مرکز اورموچي ښار کې مسلمانانو د اپرېل په درېمه نېټه د روژې د لومړۍ ورځې هرکلی وکړ.

د اورموچي د بای دا سي جومات نژدې سل کلن تاريخ لري او دغه جومات ته نژدې مسلمانانو د همدې ورځې په شپه د لمونځ او د قران تلاوت پيل کړ.

د اورموچي په نړيوال بازار کې رنګا رنګ ځانګړو توليداتو د خلکو پاملرنه راجلب کړې ده.

مسلمانانو پر خپلو دسترخوانونو د روژه ماتي لپاره رنګارنګ خوراکونه برابر کړي وو او د بېجينګ په وخت د شپې په لسو بجو او شلو دقيقو يې روژه ماتی وکړ.