د مصر د بهرنيو چارو وزير سامح شکري د اپريل په څلورمه نېټه په مسکو کې ويلي، چې د عرب ليګ هېوادونه چمتو دي، چې د روسيې او اوکراين په خبرو اترو کې منځګړيتوب وکړي او د دغو خبرو اترو د پرمخبيولو او د پوځي مقاومت د پای ته رسولو لپاره به هڅې وکړي او د اوسني بحران د حل لپاره به سوله يیزه لايحه جوړه کړي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف په همدې ورځ د عرب ليګ د اوکراين مسئلې له هغې کاري ډلې سره ليدلي، چې غړي يې د دې ليګ سرمنشي احمد ابو الغیط په مشرۍ د مصر، اردن، الجزايز،عراق، سودان او د عربي متحده اماراتو په شمول د ځينو هېوادونو استازي دي.
خبر وايي، چې ياده ډله به د روانې مياشتې په پنځمه نېټه له پولنډ څخه هم ليدنه وکړي.
(غاټول)