امریکا ولې چين ته د لومړي ستراتيژيک سیال په سترګه ګوري؟
CMG2022/04/05 15:10:13
شريکول:

د امریکا ولسمشر جوبايډن د تېر مارچ په ۲۸مه نېټه د ۲۰۲۳م مالي کال بودیجه لاسليک کړه، چې پکې ۸۱۳ میلیارډه ډالر يې دفاعي بوديجې ته ځانګړي کړي دي.

د بايډن حکومت په دفاعي بودیجه کې چین تر ټولو مهم ستراتيژیک سیال بلل شوی دی.

د چین او امریکا اړیکې په وروستیو کلونو کې تاوجنې او سختې شوي او لامل يې دا ښودل شوی، چې د چين ګړندي پرمختګ د امريکا پښې لړزولي او په دې فکر کې ده، چې ښايي چين د امريکا ځای ونيسي او یا به ورته ګواښ جوړ کړي.

شنونکي وايي، چې ياد نظر د امريکايي سیاستوالو له کړنو سره مطابقت ښيي، ځکه دوی په پياوړتيا او تسلط پسې لالهانده ګرځي.

 که د امریکا تاریخ ته ځغلنده او لنډه کتنه ولرو، نو دا به بیامومو، چې دغه هيواد ټول عمر په لوټمارۍ او تېري تېر کړی او لا هم پر همدغو کړنو بوخت دی.

امریکا تر سړې جګړې وروسته په نړۍ کې سوپر ځواک وګرځېد او شاوخوا ۳۰ کاله کيږي، چې پر ګردې نړۍ يې د تسلط او زورواکۍ منګولې ښخې کړي او هغه هيوادونه چې د امريکې غوښتنو ته غاړه نه ږدي، ټول يې په يوه او بل نوم ځپلي او زيانمن کړي يې دي، چې د بېلګو په ډول يې عراق، سوریه او افغانستان یادولی شو.
چین پر سوله ييز پرمختګ ټينګار لري، د نورو هيوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه او تېری نه کوي، خو امریکا بیا د چين دغه سوله ييز، خپلواک او چټک پرمختګ د ځان او نړۍ لپاره ولې لوی ګواښ بولي؟

په حقیقت کې، د امریکا دغه نظر د سړې جګړې راپورته کول دي او موخه يې دا ده، چې خپله زورواکي وساتي او پر ټولې نړۍ باداري وکړي.

امريکې که څه هم د چین له ګړندي پرمختګ څخه ډېرې ګټې پورته کړي، خو بیا هم خپلواک چين يې په سترګو کې ازغی دی.

د چین د ګمرکاتو عمومي ادارې د روان کال د جنورۍ په ۱۴مه نېټه یوه شمېره خپره کړې، چې له مخې يې په ۲۰۲۱م کال کې د چین او امریکا سوداګریز ارزښت ۷۵۵ میلیارډو او ۶۴۵ میلیونو ډالرو ته رسيدلی، حال دا چې، په ۲۰۰۰م کال کې دغه شمېره یوازې ۷۴ میلیارډه او ۴۷۰ میلیونه ډالره وه.

 له يادو شمېرو ښکاري، چې په تېرو ۲۱ کلونو کې د دواړو خواوو ترمنځ سوداګریز ارزښت لس چنده زیات شوی او همدا د چین د ورخلاصون تګلارې د پلي کولو او له امریکا سره د همکارۍ د پراخولو نتیجه ده.

امریکا د چين د همکاريو او ګټو ترڅنګ د دغه هيواد د پرمختګ د مخنيوي هڅې کوي او یو لړ ډېرې بدې کړنې يې ترسره کړي، پر چيني توکو يې ګمرکي ماليات زیات کړي، تورونه يې پرې لګولي او ان د تايوان مسئلې له سرې کرښې يې هم پښې اړولې دي، چې په دې سره د دواړو هيوادونو اړيکې نورې هم ترينګلې شوې دي.
امریکې هم د خپلو زیانمنو تګلارو منفي اغېزه احساس کړې

د امریکا ماليې وزیرې جنیټ یلن څه موده مخکې وویل، چې پر چیني توکو د ګمرکي مالیاتو زیاتوالی به امریکې ته زیانونه ورسوي، ځکه په دې کړنې سره به  يې په امريکې کې دننه د توکو اصلي لګښتونه لوړ شي، نو ځکه يې د تېر مارچ په ۲۳مه نېټه پر ۳۵۲ ډولو چیني توکو د ګمرکي مالیاتو زیاتې تعرفې لغوه کړې.

ډېرو هيوادونو پر چيني توکو د امريکې د ګمرکي تعرفو زياتولو او بې ځايه تورونو سره مخالفت ښودلی دی.

 چین د خپل پرمختګ تر څنګ له بېلا بېلو هېوادونو سره د ګډو ګټو پر بنسټ همکارۍ کوي، د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو نظر يې وړاندې کړی او د یو کمربند او یوې لارې د جوړېدو په ۸ کلن بهیر کې يې له اړوندو هېوادونو سره همکارۍ کړي او د سوداګرۍ عمومي ارزښت یې ورسره له لس زرو میلیارډو ډالرو څخه هم اوښتی دی.

چين د کرونا وبا د خپرېدو په درشل کې څه باندې ۱۱۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو ته ۱.۷ ميلیارډه دوزه واکسینونه برابر کړي دي.

 امریکا چین خپل لومړی ستراتيژيک سیال بولي، خو ډېر ګټور فرصتونه يې هم له لاسه ورکړي دي.

چينايان تمه لري، چې امریکا به خپل نظر بدل کړي او له چین سره به سالمې اړیکې پرمخ يوسي، ځکه همدا د دواړو خواوو او حتی د ټولې نړۍ لپاره ګټوره لاره ده.