د پاکستان ولسمشر: عمران خان به په لنډ مهاله توګه صدراعظمۍ ته دوام ورکړي
CMG2022/04/05 11:15:46
شريکول:

د پاکستان ولسمشرعارف علوي د اپريل په ۴مه نېټه پر ټولنيزې رسنۍ ويلي، چې عمران خان به تر هغه وخت پورې، چې سرپرست صدراعظم وټاکل شي، خپلې دندې ته دوام ورکړي، خو په دغه موده کې به د کومې پرېکړې حق نه لري.

 له دې نه مخکې، د پاکستان کابينې د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي وو، چې د ولسي جرګې له منحل کولو وروسته به عمران خان د صدراعظمۍ دنده پای ته ورسوي.

ولسمشر عارف علوي ويلي، چې عمران خان د پاکستان د اساسي قانون د ۲۲۴م مادې له مخې کولی شي، چې ۱۵ ورځې خپلې دندې ته دوام ورکړي.