د چين د دولتي شورا غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اپريل په ۴مه نېټه د اوکراين د بهرنيو چارو له وزير دميتريو کوليبا سره ټليفوني خبرې کړي او د اوکراين مسئلې په اړه ورسره غږېدلی دی.
دميتريو کوليبا د اوکراين او روسيې ترمنځ د روان تاوتريخوالي په اړه خبرې کړي او هيله يې ښودلې، چې چين به پکې د اوربند لپاره مهم رول ولوبوي.
نوموړي ويلي، چې چين په سوله کې د ګډ ژوند پر ۵ګونو اصولو ټينګار لري او د سولې لپاره یې فعال رول لوبولی دی.
هغه زياته کړې، چې اوکراين د چين نړيوالې اغېزې ته په درنه سترګه ګوري او غواړي له چين سره ډيالوګ او خبرې اترې وکړي.
وانګ يي په خپلو خبرو کې ويلي، چې د اوکراين مسئلې په اړه د چين دريځ روښانه دی او دواړه خواوې بايد د ډيالوګ له لارې شته مسئلې حل کړي.
چين د دې هرکلی کوي، چې روسیه او اوکراين خپلمنځي ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي.
(مينه)