د چين د کرهنيزې جنترۍ له مخې د چينګ مينګ برج د کال په څلورويشتو برجونو کې شامل دي، چې د سږ ميلادي کال د اپريل پنځمې نېټې له دغه برج سره سمون درلود. خلک په دغه برج کې د خپلې کورنۍ قرباني شوي غړي او اتلان يادوي او د ځانګړې ملي روحيې او احساساتو څرګندويي کوي.
چينايانو ته د دغه برج رنګا رنګ دودونه په ميراث ورپاتې دي او له زرګونو کلونو راهيسې يې پالي.
پوځ د چينګ مينګ برج په وخت کې د اتلانو يادونې فعاليتونه تر سره کوي. د بېلا بېلو ځايونو خلک د اتلانو مقبرو، د نشه يي توکو ضد مبارزو کې قرباني شويو قهرمانانو کورنيو ته ورځي، د يادونې فعاليتونو کې ورسره برخه اخلي او اتلانو ته د درناوي احساسات څرګندوي.