المان او فرانسې پرېکړه کړې، چې له خپلو هېوادونو روسي ديپلوماتان وشړي
CMG2022/04/05 12:41:40
شريکول:

د المان او فرانسې بهرنيو چارو وزارتونو د اپريل په څلورمه نېټه په جلا جلا توګه اعلان وکړ، چې روسي ډيپلوماتان به وشړي.

 د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په همدې ورځ ويلي، چې دوی به د  يادو  هېوادونو هرې کړنې ته ځواب ووايي.

په المان کې د روسيې سفارت په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره د دې خبر پخلی کړی، چې المان غواړي، له خپلې خاورې ۴۰ روسيې ډيپلوماتان وشړي.
 فراسنوي خبري رسنيو ويلي، چې فرانسه به له خپل هېواد څخه ۳۵ روسيي ډيپلوماتان وشړي.