خطیب زاده: امريکا د ايران د اټومي تړون د خبرو اترو د ځنډ پړه پرغاړه لري
CMG2022/04/05 12:31:29
شريکول:

د ايران د بهرنيو چارو وزارت ویاند سيد خطيب زاده د روانې مياشتې په څلورمه نېټه ويلي، چې امريکا بايد د ايران د اټومي تړون د خبرو اترو د ځنډ پړه پر غاړه واخلي.

نوموړي په همدې ورځ په يوه نوبتي خبري ناسته کې ويلي، چې امريکا غواړي د يادو خبرو اترو په وروستي پړاو کې د ايران د اقتصادي ګټو مخه ونيسي، نو باید د دغو خبرو اترو د ځنډ پړه پر غاړه واخلي.

هغه زياته کړې، چې ايران د اروپايي ټولنې د بهرنيو عملياتو ادارې د سرمنشي مرستیال له لارې په دې اړه امريکا ته خپل نيت څرګند کړی، خو لا تر اوسه يې هېڅ ځواب نه دی ترلاسه کړی او دوی به ورته هر وخت انظار ونه کړي.

خطیب زاده ويلي، چې د خبرو اترو د اوسني رکود د ماتولو لاره چاره په امريکا پورې تړاو لري، که امريکا سمه سياسي پرېکړه وکړي، نو ياد تړون به ژر لاسليک شي.