د اوکراين کړکيچ به په اوږمهال کې د امريکايي وسلو پلورونکو لپاره ګټور وي
CMG2022/04/05 12:39:05
شريکول:

د روسيې او اوکراين پر روانې شخړې میاشت واوښته، خو د پای ته رسيدو څرک يې نه لګيږي او امريکا په پر له پسې توګه اوکراين ته وسلې ليږي.

شنونکي په دې اند دي، چې په دې وروستيو کې د امريکايي وسلو پلورونکو له مالي راپور څخه د روسيې او اوکراين ترمنځ په نښتو کې د دوی اقتصادي ګټې څرګندې شوي، خو په راتلونکي اوږمهال کې به له هغو هېوادونو څخه ډېرې ګټې واخلي، چې غواړي خپلې دفاعي چارې پياوړې کړي.

 امريکا اوکراين ته وسلې ليږي، نو د خپلو وسلو کمبود بايد پوره کړي او دا به د امریکايي وسلو پلورونکو لپاره سوداګريز فرصتونه برابر کړي.

 د امريکا د دفاع وزارت يوه وياند ويلي، چې پنټاګون پلان لري چې د وسلو د اخيستلو لپاره يادو وسلو پلورونکو ته درې ميليارډه او پنځه سوه ميليونه امریکايي ډالره ورکړي.

 د دې ترڅنګ د اوکراين کړکيچ له کبله د المان او پولنډ په شمول د ختيځې اروپا هېوادونه هم د خپلو دفاعي چارو پياوړتيا غواړي، چې دا هم د وسلو پلورونکو لپاره يو ښه زيری کېدای شي.

(غاټول)