د امريکا د کاليفورنيا ايالت په مرکز ساکرامينتو ښار په مرکز کې د اپريل په ۳مه د ډزو پېښه شوې، چې له امله یې ۶ تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان شوي دي.
په امريکا کې د ډزو پېښو رېکارډ جوړ شوی او په روان کال کې پکې د ډزو ډېرې پېښې رامنځته شوې چی شمیر يی ۱۱۹ ته رسيدلی دی.
د تېرې اوونۍ په پای کې، په ټوله امريکا کې د ډزو پېښو له امله ۵۳ کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.