د اسيا پرمختيايي بانک د اپريل په شپږمه نيټه اقتصادي ليد خپور کړی او اټکل يې کړی، چې په ۲۰۲۲ کال کې به د دې سيمې د پرمختيايي اقتصادونو د جي ډي پي (GDP) د زياتوالي انډول ۵.۲ سلنه وي او په ۲۰۲۳ کال کې به دغه رقم ۵.۳ سلنه ته ورسيږي.