د ملګرو ملتونو امنيت شورا د اپريل په پنځمه نېټه د اوکراين وضعيت په هکله يوه علنۍ غونډه تر سره کړه.
په م.م کې د چين دايمي استازي جانګ جون په يادې غونډې کې د چين دريځ بيان کړی او پر دې يې ټينګار کړی، چې په اوکراين کې بايد روانه جګړه پای ومومي او د جنګ ښکېلې خواوې بايد بېړنی اوربند وکړي.
نوموړي ويلي، چې چين څو څو ځلې پر دې ټينګار کړی، چې د جنګ ښکېلې خواوې بايد ستونزې د خبرو له لارې حل کړي، ځکه خبرې اترې او ډيالوګ د سولې د دروازې د پرانيستلو يوازينۍ کيلي ده.
د روسيې او اوکراين مرکچي پلاويو په څو پړاويزې خبرې اترې هم ترسره کړي، خو تر اوسه کومې غوڅې پایلې ته نه دي رسيدلي.
جانګ جون زياته کړې، چې چين د جګړې د ښکيلو خواوو ترمنځ د سوله ييزو خبرو اترو هر کلی کوي او هيله يې وښوده، چې دوی اوسنۍ ستونزې او د نظريو توپيرونه لېرې او د اوسني کړکيچ د حل لپاره ښه زمينه برابره کړي او د دې ترڅنګ نړيواله ټولنه بايد د يادو خبرو اترو لپاره ګټور شرايط او ښه فضا برابره کړي او د اوسنيو مسئلو د سياسي حل لپاره دې هڅې وکړي او د اوکراين کړکيچ د پراخوالي مخه دې ونیسي.
(غاټول)