د چین دولت رئيس شي جين پینګ د اپريل په پنځمه نېټه اليکسندر اوچيک ته د سيربيا د ولسمشر په توګه د بیا ټاکل کېدو په پار د مبارکۍ پیغام لیږلی دی.
شي جين پينګ په دغه پیغام کې ویلي، چې هغه د چين او سيربيا ترمنځ د اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري او له ولسمشر اليکسندر اوچيک سره کاري اړيکو او دوستۍ ته لومړيتوب ورکوي.
نوموړي زياته کړې، چې له ولسمشر اوچيک سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکې تبادلې د زياتوالي، په سياسي چارو کې د متقابل باور د لاټينګښت او په بېلا بېلو برخو کې د ګډو ګټو پربنسټ د دوه اړخيزو همکاريو د پياوړتيا لپاره ګډې هڅې وکړي، تر څو دواړه هېوادونه د خپلمنځي اړيکو ډېرې لاسته راوړنې ولري او خلک يې ترې ګټې واخلي.