د اوکراين د وسله والو ځواکونو د درستيزانو عمومې ریاست د اپريل په ۵مه نېټه پر ټولنيزو رسنيو ويلي، چې د روسيې پوځ د لوجيستيکي توکو، تيلو او مهماتو د کمبود پر پوره کولو بوخت دی او د دونیڅک او لوهانسک سیمو د بشپړ کنټرول لپاره هڅې کوي او په ورته وخت کې يې په دقيقو وسلو د اوکراين پر کليدي تأسيساتو بريدونه کړي او د پوځي عملياتو د تر سره کولو لپاره يې د روسيې له ختیځو او منځنيو سيمو څخه ځواکونه راټول کړي دي.
ډنمارک او ايټاليا په همدې ورځ له خپلو خاورو څخه د روسي ډيپلوماتانو د شړلو اعلان کړی دی او د روسيې ولسمشر مطبوعاتي سکريتر پيسکوف د يادو هيوادونو د دغو کړنو په ځواب کې ويلي، چې دغه پرېکړې يې لنډمهاله دي او خپله به پرې پښېمانتيا وښيي.