پوتین: روسيه به د غلودانو د صادراتو په اړه ډېره محتاطه واوسي
CMG2022/04/06 10:53:14
شريکول:

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د اپريل په پنځمه نېټه ويلي، چې هيواد به يې روان کال نورو هېوادونو، په تېره بيا هغو هېوادونو ته چې له روسيې سره دښمني لري، د غلودانو د صادراتو په اړه ډېره محتاطه واوسي او تر خپلې وسې پورې به پر وارداتو د کرنيزو، صنايعو او کب نيولو چارو تکيه کمه کړي.

د اروپايي ټولنې د کميسيون مشرې اورسولا ون درلين د روانې مياشتې په پنځمې نېټې د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې يادې کميټې په همدې ورځ پر روسيې د نوي پړاو بنديزونو لايحه وړاندې کړې، چې پکې له دغه هيواد څخه د سکارو واردات او د اروپايي ټولنې بندرونو ته د روسي بېړيو ننوتل هم شامل دي.

نوموړې ويلي، چې د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو استازي به د اپريل په شپږمه نېټه د يادې لايحې په هکله بحث وکړي.

دغه لايحه د ۲۷ غړو هېوادونو مثبتو رايو ته اړتيا لري.

(غاټول)