نړيوال بانک د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي پرمختګ وړاندوينه ۵ سلنې ته راټيټه کړې
CMG2022/04/06 11:02:51
شريکول:

نړيوال بانک د اپريل په پنځمه نيټه ويلي، چې د روسيې او اوکراين ترمنځ د روانې جګړې د منفي اغيزو له کبله يې په ۲۰۲۲م کال کې د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي پرمختګ وړاندوينه له ۵.۴ سلنې څخه ۵ سلنې ته راټيټه کړې ده.

دغه بانک دا هم ویلي، که ياده جګړه ونه دريږي او بېلا بېل هېوادونه يې پر وړاندې پياوړي تدبيرونه ونه نيسي، نو دغه وړاندوينه به ۴ سلنې ته ټيټه کړي.