چين: امريکا بايد د بيولوژيکو وسلو ممنوعيت تړون پلی کړي
CMG2022/04/06 15:33:36
شريکول:

د بيولوژيکو وسلو د ممنوعيت تړون د ۹مې څېړنيزې غونډې دوهمه مقدماتي ناسته د اپريل په ۴مه نېټه په ژنيو کې تر سره شوه. په دې غونډې کې د چين استازي ويلي، چې د بيولوژيکو وسلو ممنوعيت تړون د بيولوژيکي امنيت د نړیوالې ادارې بنسټ دی او امريکا هم دغه تړون لاسليک کړی دی، نو بايد د دې تړون بېلابېل مسئوليتونه پوره کړي.

روسيې په دې وروستيو کې په اوکراين کې د امريکا د پوځ بيولوژيکي عملياتو په اړه اړوند سندونه خپاره کړي او د نړيوالې ټولنې پراخه پاملرنه يې جلب کړې ده.

امريکا په نړۍ کې تر ټولو زيات بيولوژيکي پوځي عمليات لري او  يوازينی هېواد دی، چې د څار ميکانيزم له جوړولو سره مخالفت کوي. نړیواله ټولنه دا حق لري، چې د امريکا د بيولوژيکو پوځي عملياتو په اړه شکونه ولري او سپيناوې يې وغواړي. امريکا بايد په نړۍ کې د نورو بيولوژيکو پوځي عملياتو په اړه هم توضيحات ورکړي.