د چين او ارمنستان مشرانو يو بل ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو ۳۰مې کليزې په مناسبت د مبارکۍ پيغامونه ليږلي
CMG2022/04/06 15:26:03
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د ارمنستان ولسمشر وهګان خاچاتوريا د اپريل په شپږمه نېټه د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو ۳۰مې کليزې په مناسبت يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه ليږلي.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې ويلي، چې هغه د چين او ارمنستان ترمنځ د اړيکو ټينګښت ته په درنه سترګه ګوري او هيله يې ښودلې، چې له ولسمشر خاچاتوريا سره د دواړو هېوادونو د اړيکو او د بېلا بېلو برخو د همکاريو د پياوړتيا لپاره ګډې هڅې وکړي او دواړو هېوادونو او خلکو ته ګټې ورسوي.

خاچاتوريا په خپل پيغام کې ويلي، چې دواړه هېوادونه له تېرو ۳۰ کلونو راهيسې په بېلا بېلو برخو کې د همکاريو ښې لاسته راوړنې لري. نوموړي د چين برياليتوبونو او نړيوال رول ته ارزښت ورکړی او هيله يې ښودلې، چې له دولت رئيس شي جين پينګ سره د خپلمنځي اړيکو د سالم پرمختګ او د دواړو هېوادونو د ګټو لپاره ګډې هڅې وکړي.