چيني تصديو په ۲۰۲۱م کال کې د اروپا د انحصاري حقوقو ادارې ته تر ټولو ډېر غوښتنليکونه وړاندې کړي
CMG2022/04/06 15:31:08
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اروپا د انحصاري حقوقو ادارې د اپريل په پنځمه نېټه يو تازه راپور خپور کړی، چې له مخې يې دغې ادارې په ۲۰۲۱م کال کې له چين څخه د ۱۶۶۶۵ انحصاري حقوقو غوښتنليکونه تر لاسه کړي، چې دا د وړم کال په پرتله ٪۲۴ زياتوالی ښيي او پخواني ريکارډونه يې هم مات کړي دي. د انحصاري حقونو په ۳۰ عمدهغوښتونکو هېوادونو کې د چين د زياتوالي انډول تر ټولو لوړ دی. 

د دغه راپور له مخې، هواوې د نړيوالو تصديو په درجه بندۍ کې لومړی مقام نيولی، چې تېر کال يې عموما د اروپا د انحصاري حقوقو ادارې ته ۳۵۴۴ غوښتنليکونه وړاندې کړي دي.