د روسيې او اوکراین کړکېچ د ترکیې منسوجاتي چارې زيانمنې کړي
CMG2022/04/06 15:16:15
شريکول:

د اوکراین کړکېچ د سيمې او ګردې نړۍ اقتصاد ته سخت زیانونه رسولي او که مخه يې ونه نيول شي، نو د هر هيواد پر اقتصادي چارو به بدې اغېزې ولري.

دغه کړکېچ د ترکیې پر بېلا بېلو چارو هم بد سيوری غوړلی، چې منسوجاتي چارې پکې یوه بېلګه ده.

خالص اودیل د ترکیې په دنیلیز کې د منسوجاتو شرکت لري او د تېرې پېړۍ له ۹مې لسيزې راهیسې، د بلاروس، اوکراین او روسیې له اړوندو شرکتونو سره سوداګریزې راکړې ورکړې او همکارۍ لري.

اودیل د چین ميډيا ګروپ له خبریال سره په مرکه کې ویلي، چې د روسيې او اوکراین ترمنځ د کړکیچ تر رامنځته کېدو وروسته د امریکې په شمول لوېديځو هېوادونو پر روسیې او بلاروس یو لړ بندیزونه لګولي او اوس دغه دواړه هيوادونه د ګردې نړۍ د نړیوال انټربینک مالي مخابراتي ټولنې کې برخه نه لري او ترکي سوداګر دغو دواړو هېوادونو ته د صادراتي توکو پيسې نشي ترلاسه کولی.

خالص اوديل وايي، چې روسيې، اوکراين او بلاروس ته د توکو حمل و نقل هم ډېر سخت شوی دی، مخکې به يې دغو هيوادونو ته د تور سمندر له لارې توکي ليږدول، خو اوس يې پر ځکمنۍ لارې ليږي. اودیل وویل:

((مونږ اوس د تور سمندر له لارې توکي نه شو ليږدولی او د اروپايي هېوادونو پر ځمکنۍ لارې بیا ډېره ګڼه ګوڼه وي. د ترکیې او بلغارستان په سرحدي ښار ايدیل کې پر ۳۰ کيلومتره سړک قطار کانټينرونه ولاړ دي. زمونږ موټر په ۵ ورځو کې بلغارستان ته ورسيد او بیا له هغه ځایه په دوو ورځو کې رومانيا ته واوښت.)

خالص اودیل د دنیلیز د یو مشهور سوداګر په توګه، د اوسنیو ستونزو تر شا پر لاملونو غږيدلی او په ځايي رسنۍ کې يې د یوې لیکنې په خپرولو سره ويلي، چې امریکا د روسيې او اوکراین د کړکېچ سرچېنه ده، ځکه امريکې دغه کړکېچ لمسولی او راپارولی دی او نيت لري، چې ناټو د اروپا د ختیځ په لوري وخوځوي او په خپله خوښه يوقطبيزه نړۍ جوړه کړي.
اوديل ويلي، چې دغه کړکېچ نه یوازې ترکیې ته زیانونه رسولي، چې له روسیې او اوکراین سره نږدې اړيکې لري، بلکې به پر نړیوال اقتصاد يې هم سخت بد اغېز کړی دی.

(( نړیواله سوداګري د یو ځنځیر حیثیت لري، بېلا بېل هېوادونه په دغه ځینځیر کې يو له بل سره تړل شوي دي، خو د اوکراین کړکېچ له امله دغه سوداګریز ځنځیر پرې شوی او پر روسيې او بلاروس د امریکې  او نورو لوېديځو هېوادونو د بندیزونو له امله به د ګردې نړۍ د سوداګرۍ پر وړاندې زیاتې ستونزې رامنځته شي. ))

د دنیلیز د ایګین ویبپاڼې عمومي ایډېټر احمد دېدا وايي، که چېرې د عراق او سوریې جګړو ته ځير شو، نو دې پایلې ته به ورسیږو، چې امریکا د ډیموکراسۍ او بشري حقونو په پردا کې د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې نظامي لاسوهنې کوي او له همدې لارې غواړي، چې په دغو هېوادونو کې د خپلې خوښې نظامونه او حکومتونه جوړ کړي او ځايي سرچینې لوټ کړي او د اوکراین کړکیچ يې هم یوه بېلګه ده. هغه وویل

((که شخړې نورې زیاتې شي، نو امریکا به لا زیاتې وسلې او نظامي تجهیزات وپلوري. د امریکې نظامي شرکتونه د روسيې او اوکراین د کړکیچ تر شا تر ټولو زیاتې ګټې تر لاسه کوي. ))