وانګ يي د اسرائيل له منتخب صدراعظم او و له خارجه وزير ياير لاپيد سره تليفوني خبرې وکړې
CMG2022/04/07 10:33:57
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اسراييل له منتخب صدراعظم او د بهرنيو چارو له وزير ريپډ سره تليفوني خبرې وکړې.

لاپيد له وانګ يې سره په تليفوني خبرو کې ويلي،  چې اسرائيل چين ته د دوست په سترګه ګوري او د ډيپلوماتيکو اړيکو له ټينګېدو راهيسې يې تل د يو چين پېژندنې پر تګلارې ټينګار کړی او خپل دغه دريځ يې هېڅ نه دی بدل کړی او دا يې له چين سره د اړيکو يو مهم بنسټ بللی دی.

نوموړي زياته کړې، چې اسرائيل له چين سره د لوړې کچې نظر تبادلې د ساتلو او په بېلا بېلو برخو کې ژورو همکاريو ته سترګې په لار دی.

وانګ يي په خپلو خبرو کې ويلي، چې چين غواړي له اسرائيل سره د دواړو هېوادونو د مشرانو د مهمو ګډو نظريو په رڼا کې اقتصادي غوره والی ولوبوي او د نوښت همکارۍ له لارې د دوه اړخیزو اړیکو د نویو پایلو د ترلاسه کولو لپاره کوښښونه وکړي.