اروپايي ټولنه د بېړنيو ذروي او کيمياوي پېښو په مقابل کې د توکو د زېرمې په حال کې ده
CMG2022/04/07 11:09:41
شريکول:

د اروپايي ټولنې کميټې د اپريل په شپږمه نېټه ويلي، چې دغه کميټه د کيمياوي، بيولوژيکو، راډيو اکتيفو او ذروي ګواښونو په شمول د عامې روغتيا د خطرونو د مخنيوي او حل لپاره د توکو د ستراتيژيکې زيرمې د جوړولو په حال کې ده.

نوموړې کميټې په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې خلک ښايي له کيمياوي فابريکو څخه د زهرجنو موادو د خپرېدو، د ذروي برېښناکوټونو د پېښو او د ساري ناروغيو د امکاناتو له امله د روغتيا له خطرونو سره مخ شي، نو ځکه اروپايي ټولنه د دغو خطرونو د مخنيوي او مقابلې د چمتوالي په هڅه کې ده. د نوموړې کميټې په قول، د دغې ستراتيژيکې زيرمې ارزښت به ۵۴۰ ميليونو او ۵۰۰ زرو يورو پورې وي.