چين د اوکراين له ښکيلو خواوو څخه زغم وغوښت
CMG2022/04/07 11:07:34
شريکول:

بهرنيو خبري رسنيو په دې وروستيو کې خبر ورکړی، چې د اوکراين په بوچا کې عام وژنه شوې ده. اوکراين دغه پېښه د روسيې جنګي جرم بللی، خو د روسيې په قول دغه پېښه د لويديځو هېوادونو له خوا طرحه او جوړه شوې ده.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيانګ د اپريل په شپږمه نېټه د دغه خبر په اړه وويل، چې ټول تورونه بايد د حقيقت پر بنسټ وڅيړل شي. اړوندې خواوې بايد له نتيجې مخکې زغم وساتي او د بې بنسټه تورونو له لګولو څخه دې ډډه وکړي.

نوموړي زياته کړه، چې چين د اوکراين د بشر دوستۍ وضعيت ته په درنه سترګه ګوري او د عامو خلکو زيانونو ته ډېره پاملرنه لري. چين له دې نه مخکې د اوکراين د بشري وضعيت د ښه والي لپاره ۶ فقره ييز وړانديز کړی او دغه هېواد ته يې بشري مرستې ورکړې دي.