په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۴۹۲۱۸۹۴۳۹ ته رسېدلی
CMG2022/04/07 14:37:29
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، روغتيا نړيوال سازمان د اپريل په ۶ مه نېټه يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا پر وخت د همدې ورځې د مازديګر تر ۶ بجو او ۱۴ دقيقو پورې، په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۱۲۶۵۵۲۵ زياتوالی ښيي او عمومي شمېر يې ۴۹۲۱۸۹۴۳۹ ته رسېدلی دی.

د مالوماتو له مخې، په همدې مودې کې د دې وبا له امله ۳۱۹۲ تنه مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر ۶۱۵۹۴۷۴ ته رسېدلی دی.