چين فضا ته د ګاو فن ـ ۳ درېیم نمبر سپوږمکۍ په برياليتوب وتوغوله
CMG2022/04/07 11:21:46
شريکول:

چين د جيو چوان د سپوږمکۍ له توغونکي ډګر څخه د CZ-4C بار وړونکي راکټ پر مټ د کاو فن ـ ۳ درېيم نمبر سپوږمکۍ فضا ته توغولې او ټاکلي مدار ته رسيدلې ده.

چين ياده سپوږمکۍ د اپريل د ۷مې نېټې د سهار په ۷ بجو او ۴۷ دقيقو توغولې او په فضا کې ټاکلي مدار ته ننوتلې ده.

دا د CZ بار وړونکي راکټ۴۱۴مه توغونه وه، چې په برياليتوب يې ترسره کړې ده.