د چين ميډيا ګروپ تخنيکي نوښتونو د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې روښانه کړې
CMG2022/04/07 21:06:05
شريکول:

د اولمپيک نړيوالې کميټې په دې وروستيو کې د چين مډيا ګروپ ته يو پيغام ليږلی او په کښې يې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د برياليو خپرونو او د نړيوالو اولمپيک لوبو د فعالې معرفې لپاره د چين ميډيا ګروپ د خدمتونو په مناسبت ستاينه او مننه کړې ده.

په دغه پيغام کې ليکل شوي، چې که څه هم د بېجينګ د ۲۰۲۲م کال اولمپيک او پارالمپيک ژمنۍ لوبې پای ته رسيدلي، خو د دغو لوبو د پيل او پای د په زړه پورې مراسمو او د لوبو ښايسته خپرونو په اړه ستاينې دوام لري. د 5G،4K ،8K او AI په شمول د چين ميډيا ګروپ تخنيکي نوښتونو د دغو لوبو په خپرونو کې مهم رول لوبولی او دغو لوبو ته يې لا ښکلا او رڼا ور په برخه کړې.