د اوکراين کړکېچ د هوارۍ هڅې او تر شا يې پټ رازونه
CMG2022/04/07 15:07:19
شريکول:

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اپریل په ۵مه نېټه د اوکراین وضعیت په اړه یوه مباحثوي غونډه ترسره کړې او ګډونوالو يې د بوچا پېښې په هکله بحثونه کړي دي. اوکراین پر روسیې تور لګولی، چې په بوچا سیمه کې يې ملکي وګړي وژلي دي.

د چین دايمي استازي په يادې مباحثوي غونډې کې پر دې ټينګار کړی، چې د اوکراین وضعیت د ارامولو لپاره باید ژر تر ژره اوربند وشي. نوموړي ويلي، چې د بوچا پېښې په اړه هر ډول تورونه بايد پر حقايقو ولاړ وي او هراړخيزې څېړنې باید وشي او ټولې خواوې بايد د پلټنې نتیجې تر رامنځته کېدو مخکې سړه سېنه وساتي او له بې بنسټه تورونو څخه دې ډډه وکړي. د چين دغه څرګندونه مناسبه ده او د یادې پیښې په اړه يې د نړیوالې ټولنې د ليد لپاره  روښانه نظر وړاندې کړی دی.

 د روسيې او اوکراين کړکیچ مخ په سختېدو دی او نړیواله ټولنه باید د دواړو خواوو ترمنځ خبرې اترې وهڅوي.

اوکراین او روسیې د بوچا پېښې په هکله لفظې جګړه روانه کړې ده. د اوکراین رسنیو څو ورځې مخکې د بوچا ولسوالۍ د ملکي وګړيو د وژل کېدو په اړه یو لړ عکسونه او ويډیوګانې خپرې کړې دي. د اوکراین حکومت پر روسي ځواکونو تور لګولی او ويلي يې دي، چې دوی په بوچا کې بشري ضد کړنې ترسره کړې دي.

روسیې دغه تور رد کړی او ويلي يې دي، چې اوکرايني رسنيو دا تش په نوم جرمي شواهد د روسي ځواکونو تر وتلو وروسته رامنځته کړي او په دې اړه يې امنیت شورا ته اړوند شواهد هم وړاندې کړي دي.

د بشري حقونو نړیوال قوانین پر دې ټينګار لري، چې د شخړې ټول اړخونه بايد د ملکي وګړيو ژوند خوندي وساتي او هيڅ ډول ستونزې بايد ورته جوړې نه کړي.

که د بوچا پېښه حقیقت ولري، نو برید کوونکي بايد د قانون منګولو ته وسپارل شي.

د دې پېښې په اړه اختلافات موجود دي او په اړه يې ډول ډول خبرې کيږي، نو ملګري ملتونه باید یو خپلواک او پلټنه کوونکی پلاوی اوکراین ته وليږي، تر څو حقیقت را څرګند کړي.

شنونکي وايي، چې لوېديځو هېوادونو د یادې پېښې د پلټنې نتیجې تر رامنځته کېدو مخکې پخپله یوه پايله ټاکلي او د روسيې په موخه يې یو لړ عملیات غوره کړي دي.

د امریکا ولسمشر جوبايډن د روسيې ځواکونه غندلي، چې په بوچا کې يې جنګي جرمونه ترسره کړي او  پر روسيې يې د نوې دورې بندیزونه لګولي دي او د دې ترڅنګ، لسګونو اروپايي هېوادونو له خپلو خاورو د روسيې ډيپلوماتان هم شړلي دي.

داسې یوه پېښه، چې تر اوسه یې حقیقت نه دی څرګند شوی، ولې بې دليله شور ورکول کيږي او خبره تر بنديزونو غځيږي؟

په داسې حال کې، چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د خبرو اترو ۵ پړاوونه ترسره شوي او دواړو خواوو پکې ځيني فعال بریالیتوبونه هم تر لاسه کړي دي، خو په ورته وخت کې د بوچا پېښه رامنځته کيږي، طبیعي ده، چې دا به د دواړو خواوو پر خبرو اترو هم بد سیوری وغوړوي.

ځيني شنونکي پر دې اند دي، چې د بوچا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې، چې د اوکراین او روسیې په خبرو اترو کې پرمختګ شوی دی، د دوی په وينا، ښايي دغه پېښه د دريم ځواک لخوا د يادې شخړې د غځيدو په موخه رامنځته شوې وي او نه به غواړي، چې د اوکراين کړکېچ په نږدې راتلونکې کې پای ته ورسیږي او پر وړاندې يې خنډونه جوړوي. نړیواله ټولنه باید د بوچا پېښې په هکله خپلواکه او عیني پلټنه وکړي، د دې تر څنګ د اوکراین او روسیې خبرې اترې هم باید وهڅوي او د اوربند عملي کېدو لپاره دې يې تر وسې کوښښونه وکړي.

امريکا او ځيني لوېديځ هېوادونه د اوکراين کړکېچ د هوارۍ د هڅو په درشل کې پر روسيې نور بندیزونه لګولي او دغه کړنې به یې اوسنی وضعیت نور هم سخت کړي او لا زیاتو ملکي وګړيو ته به زیانونه ورسوي او نورې زیاتې سیمې به هم ترې اغېزمنې شي.