د نړۍ د بهرنيو اسعارو په زېرمو کې د ژن مين بي يوانو انډول لوړ شوی
CMG2022/04/07 14:40:40
شريکول:

پيسو نړيوال صندوق تازه راپور ورکړی، چې له مخې يې د ۲۰۲۱م کال په څلورمه ربعه کې د ۳۳۶ ميليارډو او ۱۰۰ ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت ژن مين بي يوانه(د چين پیسې) د بهرنيو اسعارو په توګه زيرمه شوي، چې دغه رقم د نړۍ په بهرنيو اسعارو کې ۲.۷۹ سلنه نيولې ده.
د بهرنيو اسعارو په حکومتي زېرمو کې د پيسو د جوړښت په اړه د نوموړي سازمان ياد راپور وايي، چې د ۲۰۲۱م کال تر دريېمې ربعې پورې په بهرنيو اسعارو کې د ژن مين بي يوانو انډول ۲.۶۶ سلنې ته رسېدلی دی.
راپور زياتوي، چې د تېر کال د څلورمې ربعې له پای څخه په نړيوالو اسعاري زېرمو کې د ژن مين بي يوانو انډول په لوړېدو دی او د ۲۰۲۱م کال تر پای پورې يې د نړۍ په اسعاري زېرمو کې پنځم مقام نيولی دی.