امريکا پر روسيې نوي بنديزونه اعلان کړل
CMG2022/04/07 14:40:07
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا سپينې ماڼې د اپريل په ۶ مه نېټه پر روسيې د بنديزونو نوي پړاو اعلان کړی او د دغه هيواد پر سبربانک او الفه بانک يې بنديزونه لګولي دي.
امريکې د روسیې د يادو بانکونو شتمنۍ کنګل کړي او امريکايان یې ورسره له راکړې ورکړې منع کړي دي.
برسېره پردې، امريکې د روسیې د ولسمشر پوتين پر دوو لوڼو او د دې هيواد  د بهرنيو چارو وزير پر مېرمنې او لور هم بنديزونه لګولي دي او د دوی شتمنۍ یې کنګل کړې دي.
 د اوکراين ولسمشر زيلنسکي په دې وروستيو کې له ترکي رسنيو سره په مرکه کې ويلي، چې اوکراين نه غواړي له روسيې سره خبرې اترې وکړي، خو تر وسې به د خلکو ژوند وژغوري.
نوموړي ويلي، چې هغه به له پوتين سره د ترکيې په استانبول کې ليدنه وکړي.