د کابل پر يو جومات بريد ۶ تنه ژوبل کړل
CMG2022/04/07 10:38:18
شريکول:

د افغانستان لنډ مهالي حکومت د کورنيو چارو وزارت د اپريل په ۶مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره څرګنده کړې چې يو شکمن کس د اپريل د ۷مې نېټې په غرمه د کابل د لومړۍ امنيتي حوضې په يو جومات کې د خلکو منځ ته يو لاسي بم ورغورځولی چې له امله يې ۶ تنه ټپيان شوي دي. ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او بريدګر نيول شوی دی. د بريد عيني شاهد ويلي چې د بريد په وخت کې عامو خلکو په جومات کې لمونځ کاوه. امنيتي ځواکونو د پېښې ځای کلابند کړی دی.

( سپوږمۍ)