ايران: که اټومي خبرو کې موافقې ته ورسيږي، نو د سنترفيوجونو شمېر به کم کړي
CMG2022/04/07 14:38:08
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د اټومي انرژۍ سازمان رئيس محمد اسلامي د اپريل په ۶ مه نېټه ويلي، که د ايران د اټومي تړون د مذاکراتو اړوندې خواوې موافقې ته ورسيږي، نو تهران به د سنترفيوجونو شمېر او د يورانيومو د غني کولو کچه کمه کړي.
نوموړي په همدې ورځ له ايراني رسنيو سره په مرکه کې ويلي، چې د ۲۰۱۵ م کال د اتومي تړون موافقې په ايران کې د سنترفيوجونو شمېر محدود کړی، خو که ايران په ويانا کې د اټومي تړون پر سر موافقې ته ورسيږي، نو ياد محدوديتونه به هم پلي کړي.