د بېجينګ د اولمپيک او پارالمپيک ژمنيو لوبو غورچاڼ او ستاينغونډه تر سره شوه
CMG2022/04/08 15:02:44
شريکول:

 

د بېجينګ د اولمپيک او پارالمپيک ژمنيو لوبو غورچاڼ او ستاينغونډه د اپريل په اتمه نېټه د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې تر سره شوه.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ هم په دغه غونډه کې ګډون او وينا کړې ده.

نوموړي په خپله وينا کې ويلي، چې د بېجينګ اولمپيک او پارالمپيک ژمنۍ لوبې د ۷ کالو له تشکيلاتي چارو وروسته په برياليتوب تر سره شوې او د هېوادوالو او نړيوالو پاملرنې يې راجلب کړې وې. دغو لوبو يو ځل بيا له حقيقت څخه پرده پورته کړه، چې چينايان د اولمپيک لوبو د ودې او د نړيوالو د يووالي او دوستۍ د پياوړتيا هيله او اراده لري او په دې برخه کې د لا زياتو او لويو خدمتونو توان او شوق او ذوق لري.

شي جين پينګ په خپله وينا کې په اشارې ويلي، چې چينايان د باوري خبرو خاوندان او تل خپلې خبرې او ژمنې عملي کوي. چين نړيوالې ټولنې سره جدي ژمنه کړې وه، چې د بېجينګ اولمپيک او پارالمپيک ژمنۍ لوبې به په ټاکلي وخت او په برياليتوب تر سره کوي او خپله ژمنه يې پوره کړه. بېجينګ له تېرو اوو کلونو راهيسې له جانګ جيا کو سره د دغو لوبو د کوربه ښارونو په توګه د اولمپيک نړيوالې کميټې او پارالمپيک نړيوالې کميټې په شمول له اړوندو نړيوالو سپورټي سازمانونو سره نژدې همکارۍ کړي، د کرونا وبا په شمول بېلا بېلې ستونزې او ننګونې يې ليري کړي او نړۍ ته يې سپېڅلې، خوندي او په زړه پورې اولمپيک لوبې وړاندې کړې دي. بېجينګ د نړۍ لومړی ښار دی، چې د اولمپيک دوبنيو او ژمنيو لوبو کوربتوب يې کړی دی.

شي جين پينګ په دغه ستاينغونډه کې جايزه ګټوونکو ته ستاينليکونه هم ورکړل.