ځينو خبري رسنيو په دې وروستيو کې خبر
ورکړی، چې د امريکا د استازو جرګې مشره نانسي پيلوسي پلان لري، چې له تايوان څخه
ليدنه وکړي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د اپرېل په ۷مې نېټې د خبريالانو پوښتنو ته په ځواب کې ويلي، چې امريکا بايد له تايوان څخه د نانسي پيلوسي د ليدنې پلان لغوه کړي، کنه، چين به مجبور کړي، چې کلک غبرګون وښيي او پایله به یې د امريکې پرغاړه وي.
نوموړي ويلي، چې د امريکا دغه کړنه به د
يو چين د پېژندنې له اصل او د چين او امريکا له درېيو ګډو اطلاعيو څخه څرګنده
سرغړونه وي او د چين ملي حاکميت او د خاورو تماميت ته به سخت زيان ورسوي او د دې
ترڅنګ به د دواړو خواوو تر منځ د اړيکو بنسټ هم زيانمن کړي، ځکه د نانسي دغه سفر د
تايوان بېلتون غوښتونکو ته بده اشاره ورکوي.
(خبرياله: شکريه)