روسیې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غړيتوب پرېښود
CMG2022/04/08 14:41:43
شريکول:

د سین هوا اژانس د خبر له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اپریل په ۷مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې هېواد يې پرېکړه کړې، چې له همدې ورځې څخه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غړیتوب پرېږدي. 
په ياده اعلامیه کې راغلي، چې د ملګرو ملتونو اسمبلۍ هغه پرېکړه، چې د بشري حقونو شورا کې يې د روسیې غړیتوب ځنډولی دی، ناقانونه او په سياسي موخه شوې ده. د بشري حقونو شورا د هغو هېوادونو تر کڼټرول ده، چې ځانونه يې د بشري حقونو لارښوونکي بولي، خو په خپله يې هر وخت بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي.
روسیې له ټاکلي وخت مخکې د بشري حقونو شورا کې خپل غړيتوب پای ته رسولی، خو ويلي يې دي، چې په دې برخه کې به خپله دنده پر غاړه واخلي.  د ملګرو ملتونو اسمبلۍ د اپريل په ۷مه نېټه د اوکراین کړکیچ په اړه یوه بېړنۍ غونډه ترسره کړه او د رایګیرۍ له لارې يې د بشري حقونو شورا کې د روسيې غړيتوب وځنډاوه.  (هیله)