چین: امریکا د افغانستان د نشه يي توکو په برخه کې ډېر بد رول لوباوه
CMG2022/04/08 14:38:34
شريکول:

د افغانستان لنډمهالي حکومت څو ورځې مخکې په ټول هېواد کې د کوکنارو پر کرکیلي او نورو نشه يي توکو پر کر او استعمال بنديزونه ولګول او هوډ يې ښودلی، چې د ډول ډول نشه يي موادو د تولید، استعمال او پېر او پلور مخه ونیسي.
 د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند جاو لي جیان د اپریل په ۷مه نېټه په یوه خبري ناسته کې وویل، چې امریکا د افغانستان مسئلې د لمسوونکې په توګه، د نشه يي موادو پر تولید او معاملو ته سترګې پټې کړې وې او حتی برخه يې پکې درلوده او د دغه هيواد د نشه يي توکو په مسئله کې يې ډېر بد رول لوبولی دی.
جاو لي جیان وویل، چې د چین حکومت تل د نشه يي موادو ضد ټينګه مبارزه کړې او د نشه يي موادو ضد په نړیوالې همکارۍ کې يې فعال ګډون کړی دی.
 چین غواړي د نشه يي موادو ضد مبارزه کې د افغانستان په شمول د سیمې له هېوادونو سره همکارۍ لا ژورې کړي او د دواړو هېوادونو او د سيمې خلکو ته د ژوند یوه روغتیايي او ارامه زمینه برابره کړي. 
نوموړي زیاته کړه، چې امریکايي ځواکونو په افغانستان کې د میشتېدو پر مهال په ګردې نړۍ کې په لويې پيمانې د نشه يي موادو لابراتوار پروګرام تطبیق کاوه، چې له امله يې د افغانستان د کوکنارو توليدي اندازه ۴۰ برابره زیاته شوې وه. (هیله)