د ۲۱مې پېړۍ د سړې جګړې لانجه مار
CMG2022/04/08 17:04:11
شريکول:

امريکا په ۲۱ مې پېړۍ د اکراين کړکېچ راپورته کړی او د خپل  ځان د ګټې په موخه يې هلته جال غوړولی دی. د امريکا موخه دا ده، چې روسيه کمزورې او پر ټولې اروپا کنټرول  زيات کړي او په نړۍ کې د بشپړې بادارۍ مقام وساتي.

امريکا او د دغه هېواد په مشرۍ ناټو سازمان له لسګونو لسيزو راهيسې په دې هڅو کې دي، چې روسيه په سياسي او اقتصادي برخو کې ماته کړي او د دې لپاره يې پرله پسې هڅې کړې دي. امريکا د پخواني شوراوي اتحاد په مقابل کې هم ورته اقدامات نيولي وو او اوس يو ځل بيا غواړي، چې په روانې پېړۍ کې د سړې جګړې له لارې مطلوبه نتيجه تر لاسه کړي .

امريکا د اوکراين  کړکېچ له رامنځته کېدو او  سختېدو راهيسې له خپلو اروپايي ملګرو هېوادونو سره يو ځای پر روسيې بې ساري بنديزونه لګولي او غواړي د دغو بنديزونو له لارې روسيه کمزورې  او د روسيې د مشرتابه پريکړې بدلې کړي.

د امريکا دغه کړنه د سړې جګړې  د مخنيوي پاليسۍ څرګندې نښې لري.

بر سيره پر دې، امريکا د اوکراين په کړکېچ کې چين يوه بله موخه بللې

 د امريکا په مشرۍ لويديځو هېوادونو پر چين فشار  اچولی، چې پر روسيې بنديزونو کې برخه واخلي او په بدنيت يې غربي هېوادونه او چين او روسيه په دوو مخالفو ډلو ويشلي دي.

 د امريکا دغې کړنې په نړۍ کې د سړې جګړې فکر  پورته کړی دی.

 د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ د امريکايي چارو څېړنيز مرکز څېړوونکي لو شيانګ د ګلوبل ټايمز ورځپاڼې خبريال ته ويلي، چې امريکايي سياستوالو له تېرو څو کلونو راهيسې چين د امريکا تر ټولو مهم ستراتيژيک سيال بللی او د دې لپاره يې هڅې کړي، چې د چين د پرمختګ د مخنيوي په پار بهرنی چاپيريال  جوړ کړي. نوموړي زياته کړې، چې امريکايي سياستوالو نه يوازې په ۲۱مۍ پېړۍ کې د سړې جګړې ذهنيت ساتلی، بلکې د نوې سړې جګړې دسيسه يې هم جوړه کړې او ډېر پټ او ورو ورو ګامونه پورته کوي.