وانګ يي د فرانسې د ولسمشر د بهرنيو چارو له سلاکار ايمانويل بوني سره ټليفوني خبرې وکړې
CMG2022/04/08 10:28:59
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اپرېل په ۷مه نېټه د فرانسې د ولسمشر د بهرنيو چارو له سلاکار ايمانويل بوني سره ټليفوني خبرې کړي او د اوکراين مسئلې په اړه یې ورسره د نظريو تبادله کړې ده.

بوني په دغو ټليفوني خبرو کې ويلي، چې فرانسه خپلواکه ډيپلوماتيکه پاليسي پرمخ بیايي، د ډله ييز سياست په دروغو کې به ځان ښکېل نه کړي او هر وخت به سوله ساتي چارې پرمخ یوسي.
نوموړي زياته کړې، چې فرانسې د روسيې په ګډون ځينو هېوادونو سره د اوکراين د ناپېلتوب او امنيت په اړه خبرې کړي او د چين نظريو ته يې مهم اهميت ورکړی دی. د هغه په وينا، فرانسه به له چين سره يو ځای د اوکراين او روسيې د سوله ييزو خبرو اترو د پرمخبيولو، اوربند او د اوسني روان بحران د حل لپاره کوښښونو ته ادامه ورکړي.

وانګ يي په خپلو خبرو کې ويلي، چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دې وروستيو کې څو څو ځلې د فرانسوي ولسمشر اېمانويل ماکرون په ګډون د ځينو هېوادونو له مشرانو سره ټليفوني خبرې کړي او د اوکراين مسئلې په اړه يې د چين وړانديز او دريځ څرګند کړی دی.
نوموړي هيله ښودلې، چې روسيه او اوکراين اوسنۍ جګړه ډېر ژر پای ته ورسوي او په سيمه کې سوله بيا اعاده کړي.
وانګ يي له ټولو هيوادونو غوښتي، چې د روسيې او اوکراين د سوله ييزو خبرو اترو د پرمخبيولو لپاره دې مناسب چاپيريال جوړ او شرايط برابر کړي او چا ته دې اجازه نه ورکوي، چې پر وړاندې يې خنډونه جوړ کړي.
(خبرياله: شکريه)