د پاکستان سترې محکمې د قامي اسمبلۍ د منحلولو په اړه د ولسمشر عارف علوي حکم بې اعتباره اعلان کړ
CMG2022/04/08 10:49:54
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان سترې محکمې د اپرېل په ۷مه نېټه د قامي اسمبلۍ د ړنګېدو په اړه د ولسمشر عارف عالوي فرمان غيرقانوني او بې اعتباره بللی دی او د قامي اسمبلۍ د بېرته برحالېدو پرېکړه يې کړې ده.
د پاکستان سترې محکمې ويلي، چې د قامي اسمبلۍ مشر دې د روانې مياشتې د ۹مې نېټې د سهار له ۱۰ نيمو بجو مخکې پارلماني غونډه ترسره کړي او د عمران خان په اړه د نه باور رايګيري ترسره کړي.
که پارلمان د عمران خان پر ضد د نه باور رايه وکاروي، نو د پاکستان نوی لومړی وزیر به هم وټاکي.
(خبرياله: شکريه)