چین: د ايران اتومي تړون ښکيلې خواوې دې په ټينګ هوډ ‌ډيپلوماتيکو کوښښونو ته دوام ورکړي
CMG2022/04/08 14:09:52
شريکول:

 د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د اپریل په ۶مه نېټه په بروکسیل کې له خپلو بریتانوي، فرانسوي او جرمني سیالانو سره کتلي او اتومي وسلو ته د ایران د لاسرسي د مخنیوي په اړه يې ورسره بحثونه کړي او موافقه یې کړې، چې په ډیپلوماتیکو لارو چارو د ايران د اتومي تړون بیا تطبیق ته به لاره هواره کړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند جاو لي جیان د اپریل په ۷مه نېټه په یوه خبري ناسته کې په دې هکله ويلي، چې د ایران اټومي مسئلې هراړخیز تړون د تطبیق عادي کېدو خبرې اترې وروستۍ مرحلې ته رسېدلي دي او د دې مسئلې پر ښکېلو خواوو يې غږ کړی، چې ټينګه اراده وښيي او د خبرو اترو له لارې دې ستونزو ته د پای ټکی کيږي او تر وسې پورې دې کوښښونه وکړي. (هیله)