امريکا پر تايوان وسلې پلوري او نیت لري، چې په سيمه کې ګډوډي راپورته کړي
CMG2022/04/08 14:39:45
شريکول:

 

د امريکا وسلو پلورونکو ارګانونو په دې وروستيو کې پريکړه کړې، چې د چين پر تايوان سيمې د شاو خوا ۹۵ ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت د توغنديو ټېکنالوژي وپلوري.

د جوبايډن په مشرۍ د امريکا حکومت واک ته له رسيدو راهيسې دا درېيم ځل دی، چې پر تايوان وسلې پلوري او پخوا يې هم څو ځلې پر تايوان وسلې پلورلي دي. د امريکې دا کړنې د دې څرګندویي کوي، چې دغه هيواد په سيمه کې اور لوبول غواړي او په لوی لاس ګډوډي راپاروي.

امريکا پر تايوان د وسلو پلور اعلان وکړ او قانوني بنسټ يې له تايوان سره د اړيکو تش په نوم قانون وباله. دا کړنه يې بيخي بې ځایه او د منلو نه ده. د نړۍ ټولو هيوادونو ته مالومه ده، چې د چين او امريکا د اړيکو سياسي بنسټ پر درېيو ګډو اعلاميو مخته ځي.

امريکا د اګست د  اوولسمې نيټې يوه اعلاميه کې په ډاګه يې اعلان وکړ، چې پر تايوان به ګام په ګام د وسلو د پلور چارې کمې کړي او يوه موده وروسته به يې پای ته ورسوي، خو وروسته يې له تايوان سره تش په نوم د اړيکو قانون جوړ کړ او تايوان ته يې په شپږو برخو کې ډاډ ورکړی او په دې کړنې يې د چين او امريکا د دريو ګډو اعلاميو ژمنې ماتې کړې، بلکې سخته سرغړونه يې ترې کړې ده او ورسره د ملګرو ملتونو ۲۷۶۸م پريکړه ليک کې د يو چين د اصل ضد کړنې يې هم ترسره کړې دي.

امريکا د نړيوالو قوانينو او دندو پر ځای خپل يو اړخيز قانون ته لومړيتوب ورکوي او د تايوان مسئلې په پلمه د چين په کورنيو چارو کې څرګنده لاسوهنه کوي او له همدې لارې غواړي، چې خپل تسلط او باداري وساتي او خپلې غوښتنې پوره کړي، خو په پایله کې به خپل اعتبار ته زیان ورسوي.

امريکا داسې فکر کوي، چې پر تایوان وسلو پلور يې د سيمې امنیت خوندي کوي، خو په حقیقت کې امريکا د تایوان ډيموکراتيک پرمختيايي ګوند بې لارې کوي.

امريکا پر تايوان وسلې پلورلي، خو تر اوسه یې دغې سيمې ته څه ګټې رسولي؟

خلک ډېر ښه پوهيږي، چې امريکا څه غواړي؟

 د تايوان سيمې انټرنيټ کاروونکي ويلي، چې امريکا د تايوان تنګي ارامتيا نه غواړي او بيا بیا غوښتنه کوي، چې له تايوان څخه پيسي واخلي.

امريکا غواړي خړپړ حالات نور هم ولمسوي او اوبه خړې کړي، کبان ونيسي

امريکا غواړي له تايوان څخه پيسي واخلي او د خپل هيواد د وسلو شرکتونه پرې وپړسوي او د تايوان ډيموکراتيک پرمختيايي ګوند اداره بیا د تايوان د خلکو په پيسو وسلې اخلي او له بهرنيو ځواکونو څخه د تايوان د خپلواکۍ غوښتنه کوي او دا نيت لري، چې د وسلو پر مټ د چين د اتحاد او يووالي مخه ونيسي، خو په حقیقت کې به د تایوان دا کړنې د سيمې خلکو ته زيانونه ورسوي او ګډوډي به راپورته کړي.

د تايوان تنګي حالات بيا ترينګلي شوي او لامل يې دا دی، چې د تايوان اداره غواړي د امريکا په مټ خپلواکي واخلي او د امريکا ځيني سياستوال بیا له همدې لارې غواړي، د چين د پرمختګ مخه ونيسي.

امريکا څو څو ځلې پر تايوان وسلې پلورلي او د چين او امريکا اړيکو او د تايوان تنګي سولې او ثبات ته يې سخت زيانونه رسولي دي او له کړنو يې داسې ښکاري، چې دا هيواد د نړۍ تر ټولو لوی شر اچوونکی دی.

د امريکا ولسمشر جو بايډن څه موده مخکې ملي کانګرس ته د ۲۰۲۳م کال مالي بوديجې لايحه وړاندې کړه او د ملي دفاع بوديجه يې ورته ۸۱۳ ميليارډه او ۳۰۰ ميليونه ډالره وړانديز کړې ده.

د بایډن دغې چارې د نړيوالې ټولنې انديښنې را پورته کړي، چې امريکا څه غواړي او نړۍ کې به بیا څومره جګړې راپورته کړي؟

په نړۍ کې د چين په نوم يو هيواد شته او تايوان د چين يوه برخه ده او دا حقیقت په تاريخي او قانوني لحاظ بدلون نه شي کولی.

د تايوان امنيت او خونديتوب او د تايوان تنګي د دواړو غاړو اړيکې پر سوله ايز پرمختګ تکيا لري او   هيلې يې د وسلو په پېر او طاقت کې نه دي نغښتي، خو امريکا د سیمې خلکو هيلې په نظر کې نه نيسي او پر تايوان پر له پسې وسلې پلوري او د تايوان ادارې نه ناوړه استفاده کوي او د چين د پرمختګ مخه نيسي.

 چين د روان کال د فبرورۍ په پای کې پريکړه وکړه، چې د امريکا د وسلو پر هغو دوو تصديو بنديزونه ولګوي، چې له اوږدې مودې راهيسې پر تايوان وسلې پلوري.

چين د خپل ملي حاکميت او د خاورو بشپړتيا د ساتلو ټينګ هوډ لري او امريکا ته یې په اخطار ويلي، چې د يو چين د اصل او د چين او امريکا د دريو ګډو اعلاميو مقررات مراعات او پلي کړي،  پر تايوان د وسلو پلور پلان دې لغوه او نظامي اړيکې دې ورسره پرې کړي.

چين به قوي تدبيرونه ونیسي او د تايوان د خپلواکۍ په برخه کې د بهرنيو ځواکونو د هر ډول توطيو پر وړاندې ټينګه مبارزه وکړي.