د سينهوا اژانس د خبر له مخې، روسيې د
اپرېل په ۷مه نېټه اعلان وکړ، چې د استراليا او نوي زيلانډ پر مشرانو يې بنديزونه
لګولي او دغه عمل يې د يادو دوو هېوادونو د روسيې ضد غيردوستانه کړنو په غبرګون کې
کړی دی.
روسيه وايي، چې د بنديزونو په نوي لېست کې يې د استراليا صدراعظم سکوټ موريسون او دفاع وزير پيتر دوتون په ګډون ۲۲۸ استراليايي چارواکي او د نوي زيلانډ ولسمشر پاتسي ريدي او صدراعظمې جاسيندا ارديرن په ګډون ۱۳۰ نوي زيلانډي چارواکي شامل دي.
(خبرياله: شکريه)