شي جين پينګ د فليپين له ولسمشر رودريګو دوتريت سره ټليفوني خبرې وکړې
CMG2022/04/09 14:53:38
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل د ۸مې نېټې په ماسپښين د فليپين له ولسمشر رودريګو دوتريت سره ټليفوني خبرې وکړې.

شي جين پينګ وويل، چين غواړي له فليپين سره خپلمنځي اړيکې ښې لوري  ته بوزي او نوی پرمختګ ومومي. چين به د فليپين د اړتياوو سره سم ور ته د کرونا ضد واکسين  برابر کړي او د روغتيا توان جوړښت په برخه کې به ورسره همکارۍ وکړي. چين به له فليپين سره لویې پروژې  پلې کړي او د سوداګرۍ او پانګونې، ښوونې او کلتور په برخو کې به همکارۍ وکړي.

ولسمشر شي وویل، چې چين به له فليپين څخه غوره توکي وارد ، په فليپين کې به د چيني شرکتونو پانګونې پياوړې، او د عصري کېدو بهير به یې پیاوړی کړي.

نوموړي زياته کړه، چې چين غواړي له فليپين سره يو ځای دامنيت په هکله ګډ، عمومي، همکاريز او دواملرونکي افکار  ټینګ کړي او  سيمه ييزه سوله او  ثبات وساتي.