د روان کال د بريکس هېوادونو د ماليې وزيرانو او د مرکزي بانکونو مشرانو لومړۍ غونډه په انلاين ډول جوړه شوه.
په دغه غونډه کې د باکيفيته دوستانه اړيکو او په ګډه د نړيوال پرمختګ د نوې زمانې د جوړولو تر عنوان لاندې او د عمومي اقتصادي حالاتو او تګلارو، د نوي انکشافي بانک او بنسټيزو تاسيساتو په ابادۍ کې د پانګونې په شمول موضوعاتو په هکله سلامشورې وشوې.
دغه راز د روان کال د بريکس هېوادونو د مالي چارو په هکله د همکاريو په اړه د نظريو تبادله هم وشوه.
د چين د ماليې وزير ليو کون په ياده غونډه کې وویل، چې چين به په ۲۰۲۲م کال کې له بېلا بېلو خواوو سره يو ځای د بريکس هېوادونو تر منځ د مالي همکاريو هڅونه وکړي، تر څو واقعي بيلانس رامنځته کړي او د بريکس هېوادونو د مشرانو تر منځ د ديارلسمې کتنې په اړه مالي تګلارې جوړې او چمتووالی ونيسي.
په دغه غونډه کې برخوالو خواوو د بريکس د رئيسه هېواد په توګه د چين د لارښوونکي رول ستاينه وکړه او هرکلی یې وکړ، چې چين د بريکس هېوادونو تر منځ د تګلارو د همغږۍ او د مالي همکاريو د ژورتيا په هکله وړانديزونه ، په اړوندو ساحو کې يې خپلې تجربې او د روان کال د بريکس هېوادونو تر منځ د مالي همکاريو په اړه مثبت او رغنده نظريې وړاندې کړې.
بېلا بېلو خواوو څرګنده کړه، چې غواړي له چين څخه ملاتړ وکړي، تر څو د ۲۰۲۲م کال د بريکس هېوادونو تر منځ د مالي همکاريو په هکله یو لړ غونډې تر سره کړي او د بريکس هېوادونو د مشرانو تر منځ د ۱۴مې کتنې لپاره خدمات برابر کړي .